IQNA

 د کربلا جایزې د قرآڼ نړیوالو سیالیو پرانیستونکي دستورې ترسره شوې

7:29 - July 11, 2023
د خبر لمبر: 3487610
ایکنا-(کربلا) د کربلا جایزې د قرآن د تلاؤت او حفظ دنړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ پرانیستونکي دستورې د یکشنبې په مازدیګر په کربلامعلی کې د حسيني مقدس حرم په صحن کې ترسره شوې.

ایکنا له کربلا  راپور راکړ،ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې د حسیني مقدس آستان شرعي متولي  شیخ عبدالمهدي الکربلائی ، دعلمیه حوزې یوه نامتو عالم سید ریاض الحکیم، د یوهدینی مرجع آیت الله العظمی شیخ بشیر نجفی ددفتر مدیر شیخ علی النجفي، د حسینی  آستان د دارالقرآن مدیر شیخ خیرالدین الهادي  او یو شمیر نورو دینی عالمانو او فاضلانو  او دحسیني سپيڅلي آستان  مسئولانو او همداراز د سیالیو قاضیانو پکې شتون درلود. شیخ عبدالمهدي الکربلائی  ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل،  ددغو سیالیو دترسره کولو موخه، له جهل او تورتمه د ژغورنې لپاره د قرآن کریم له نوره  استفاده کول دي.

آیین افتتاحیه مسابقات بین‌المللی قرآن جایزه کربلا برگزار شد

د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن د برخې مدیر شیخ خیرالدین الهادي  هم  پّ دغو دستورو کې پخپلې وینا کې  دحضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په شاوخوا  کې ددغو  سیالیو ترسره کیدا ددغې قرآني پيښې یو ځانګړی   امتیاز وباله.

د حسیني آستان د دارالقرآن  د قرآني رسانئ د مرکز  مسئول کرار الشمري  هم په دې باب ووئيل،  په دغو سیالیو کې د دیرشو جوماتونو،زیارتونو او آستانونوڅخه څه دپاسه  ۵۴قاریان او حافظان  ګډون کوي او دغه سیالي کونکي ، د ایران،عراق ،عربستان ، کویت،سورئې ،لبنان ،الجزایر ،افغاسنتان،ترکیې او مصر نمایندګي کوي. او په دغو سیالیو کې پنځلس متخصص قاضیان قضاؤت کوي . هغه ووئيل ددغو سیالیو موخه دا ده چې  غواړو نړیوالو ته وښایو چې همیشه  او په دوامدار ډول له قرآن سره یوو او  له دغه الهي کتاب سره د له ډغرو او  هدفمنو یرغلونو سره  سخت چلند کوو.  

آیین افتتاحیه مسابقات بین‌المللی قرآن جایزه کربلا برگزار شد

https://iqna.ir/fa/news/4153899

captcha